د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو ټولنې اعلامیه

د روسیې د دولت له لوري د طالبانو د نظام په رسمیت پېژندل، چې د افغانستان د خلکو بنسټیز انساني او مدني حقونه تر پښو لاندې کوي، د ژور تاسف او اندېښنې وړ ده. روسیه چې د افغانستان سره په خپلو تاریخي اړیکو کې د ښکاره یرغل، تاوتریخوالي او د حقوقي نظام د کلونو کلونو ګډوډۍ تور داغ لري، یو ځل بیا بې‌ځایه او غیر مسوولانه اقدام کړی دی. دا اقدام د یوه مظلوم ملت د درد له غږ څخه د سترګو پټول او د افغان ښځو پر وړاندې د بې‌رحمۍ، قساوت او د بشري حقونو د پراخې سرغړونې له حقایقو څخه ښکاره سترگې پټول دي.
په داسې حال کې چې طالبان د ټولو اسلامي اصولو خلاف او د اسلامي هیوادونو له عرف او عنعناتو سره په ټکر کې، د افغانانو پر وړاندې د تشدد، ځورونې او سرکوب سیاست تعقیبوي، د روسیې دولت دا ځل یو متجاوز او د بشري حقونو ناقض نظام ته سیاسي ملاتړ ورکړی دی.
د افغانستان ولس به دا تور او تیاره دوره خامخا شا ته پرېږدي. هغه څه چې د یوه ملت په حافظه کې پاتې کېږي، د ظلمونو تائید، د نارواوو تاکید، او د خلکو له درد سره بې‌پروا تېرېدنه ده. نن سبا چې د افغان مهاجرینو وضعیت په ایران کې د مهاجرت له نړیوالو کنوانسیونونو او بشري کرامت سره په ټکر کې دی، او له بلې خوا د طالبانو له لوري د هېواد دننه ناعادلانه وضعیت روان دی، نو د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندنه د یو ظالم نظام، د اساسي حقونو د پراخې سرغړونې او د خلکو د برخلیک د تعین په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
طالبان د افغانستان د ولس استازیتوب نه کوي. موږ د روسیې، ایران او نورو هغو هېوادونو له خلکو، مدني بنسټونو او حقوقپوهانو غوښتنه کوو چې د دغو غیر مسوولانه پریکړو پر وړاندې غبرګون وښيي، که څه هم دا کړنې د خپلو حکومتونو له لوري د ګټو په نوم توجیه کېږي. دا وخت دی چې د بشر ضمیر، اخلاقو او نړیوالو عرفونو لږ تر لږه بیداري تمثیل شي.
کانون له ملګرو ملتونو، د دې سازمان غړو هېوادونو او نورو نړیوالو ادارو غواړي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
موږ باور لرو چې د نړۍ آزاد او باوجدانه خلک، که څه هم د خپلو دولتونو له سیاستونو بې‌برخې وي، بیا هم کولای شي د عدالت د تحقق لپاره هڅې وکړي او د بشري همبستګۍ لپاره یو ځای ودرېږي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *