د بامیانو د اوسېدونکو د جبري بېځایتوب په اړه د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو ټولنې اعلامیه

د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو ټولنه د هغو تر لاسه شویو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي، چې د طالبانو له‌خوا د بامیانو د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو جبري بېځایتوب ته اشاره کوي. دغه خپلسرې کړنې، چې د اغېزمنو خلکو له خوښی پرته او د ګواښونو له لارې ترسره شوي، د بشري حقونو او د انساني کرامت له بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د کورنیو اړ ایستل چې خپل کورونه، ځمکې، او د ژوند چاپېریال پرېږدي، هغه هم په ناامنه شرایطو کې او د هېڅ ډول ملاتړ پرته، نه یواځې د طالبانو له‌خوا له نړیوالو تعهداتو ښکاره سرغړونه ده، بلکې زموږ د هزاره هېوادوالو پر وړاندې د تبعیضي او کرکې ډک چلند څرګندونه کوي، او دا خلک په قصدې ډول د هیواد دننه بې‌ځایه شوو په وضعیت کې اچوي. دا وضعیت د قربانیانو لپاره د بشري حقونو او ټولنیز امنیت د جدي سرغړونې سبب شوی دی او د بامیانو د سیمې د ټولنیز او تاریخي جوړښت لپاره یو ستر تهدید ګڼل کېږي.
د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو ټولنه په بېړني ډول د دغې ناعادلانه او ځورونکي لړۍ د بې‌قید او شرطه بندېدو غوښتنه کوي او همدا ډول د دې غوښتنه هم کوي چې خپلواک بنسټونه دې ته لاسرسی ولري تر څو دغه پېښې وڅارې او مستندې یې کړي. نړیواله ټولنه دې د افغانستان د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د بامیانو او نورو اغېزمنو سیمو، وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي—هغه سیمې چې هره ورځ د یو زورواکي ډلې له‌خوا د تعصب، کرکې او تبعیض ښکار ګرځي او زموږ د ګران هیواد توکمیز جوړښت او د متنوع افغان ټولنه کې د درز اچونې لامل ګرځي.
د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو ټولنه
کابل – چنګاښ ۱۴۰۴ / جولای ۲۰۲۵

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *