د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو کانون اساسنامه
مقدمه
د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو کانون یو خپلواک څېړنیز او مطالعاتي بنسټ دی چې له حقوقپوهانو، د هېواد په داخل او بیرون کې له حقوقي بنسټونو او متخصصینو څخه جوړ شوی دی. دا کانون د لوړو اسلامي، ملي، بشري، حقوقي او دیموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ او د حقوقي او مسلکي تخصص څخه په استفادې، د بشري حقونو د ساتنې او لوړاوي، عدالت د تامین، د قانون حاکمیت او د افغانستان د اتباعو د حقوقو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.
لومړی فصل
عمومي احکام
لومړۍ ماده: د وضع کولو موخه
دا اساسنامه د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو کانون د موخو د پېژندنې، د فعالیت د ډول، د کانون جوړښت او د هغې اړونده د ټولو امورو د تنظیم په موخه وضع شوې ده.
دویمه ماده: موخې
د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو کانون یو خپلواک، غیر سیاسي او غیر انتفاعي بنسټ دی چې د افغانستان په داخل کې او له هېواد د باندې له حقوقپوهانو، حقوقي بنسټونو او نورو متخصصینو څخه متشکل دی، چې له حقوقي تخصص او مسلکي تجاربو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د لاندې موخو د تامین په خاطر فعالیت کوي:
- د افغانستان د خلکو له هغو حقوقو او آزادیو څخه دفاع چې په نړیوالو اسنادو کې درج دي او د بشري حقونو له سیستماتیکو سرغړاویو او محددویتونو څخه مخنیوی؛
- په افغانستان کې د مشروعیت د کړکېچ او د عدلي او حقوقي نظام د ړنګېدو او قانون د حاکمیت اړونده مطالعات تر سره کول.
- ددې اساسنامې له موخو سره سم په مختلفو برخو کې د حقوقي څېړنو سر ته رسول او د حقوقي قضایاوو شننه او په اړونده سایټ کې د هغو نشر.
- په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د مواردو راټولول او مستند کول او نړیوالو بنسټونو ته د هغو ارایه کول.
- د افغانستان د قضایاوو اړوند د اعلامیو ترتیب او د حقوقي دریځ نیول او نړیوالو ټولنو او اړونده ارګانونو ته د هغو وړاندې کول.
درېیمه ماده: لنډ نوم
«د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو کانون» له دې وروسته په دې اساسنامه کې د «کانون» په نوم یادېږي.
څلورمه ماده: د فعالیت ځای او ادرس
کانون د متحده ایالاتو په پلازمېنه، واشنګټن ډي سي کې ثبت دی او د پوښښ ساحه یې د …. په ادرس په …. کې واقع ده.
درېیم فصل
جوړښت
پنځمه ماده: د کانون جوړښت
کانون د لاندې تشکیل لرونکی دی:
- عمومي مجمع
- مشرتابه شورا
- اجرائیه پلاوی/هیئت
- د افتخاري سلاکارانو بورډ
- کارې کمېټې
شپږمه ماده: عمومي مجمع
- عمومي مجمع د کانون له ټولو غړو څخه رامنځته شوي ده؛
- عمومي مجمع د اړتیا او مبرم ضرورت په نظر کې نیولو سره هره میاشت یو ځل دایرېږي او د اجرائیه پلاوي له خوا د ترتیب شوي اجنډا له مخې پرېکړې کوي؛
- د عمومي مجمع فوق العاده غونډې د اجرائیه پلاوي د پرېکړې له مخې او یا هم د مشرتابه شوراء د اکثریت غړو د غوښتنې پر اساس هر وخت دایرېدای شي.
اوومه ماده: د عمومي مجمع واکونه
- د اساسنامې تصویب او یا د هغې د احکامو تعدیل؛
- د رئيس، مرستیال او مسئوول سکرتر (چې په ضمن کې د کانون د مالي امورو مسئول هم دی) ټاکنه؛
- د رهبرۍ شوار د غړو ټاکنه؛
- د افتخاري سلاکارانو په بورډ کې د سلاکارانو ټاکنه؛
- د نوو غړو منل او د غړو اخراج او یا د غړیتوب ځنډول؛
- د حق العضویت د اندازې ټاکل.
اتمه ماده: مشرتابه شوراء
- مشرتابه شوراء د اجرائیه پلاوي په شمول له نهه غړو څخه رامنځته کېږي چې د عمومي مجمع له لورې د یو کال مودې لپاره ټاکل کېږي.
- مشرتابه شوراء خپلې غونډې په اونېز ډول دایروي.
- مشرتابه شوراء د عمومي مجمع په غیاب کې د اجرائیه پلاوي او کمېټو له کړنو څخه څارنه کوي او په مهمو مواردو کې تصمیم نیسي.
نهمه ماده: اجرائیه پلاوی
- اجرائیه پلاوی له رئیس، مرستیال او مسئول سکرتر څخه متشکل دی، چې د عمومي مجمع له لورې د یو کال مودې لپاره ټاکل کېږي.
- اجرائیه پلاوی د کانون دایمي ارګان دی او کولی شي د رئیس د تصمیم له مخې هر وخت خپلې غونډې تر سره کړي.
- اجرائیه پلاوی له خپلو کړنو څخه د مشرتابه شوراء غونډو او عمومي مجمع ته راپور ورکوي.
- رئیس د کانون د رهبري صلاحیت په غاړه لري او د عمومي مجمع د غونډو، رهبري شوراء، اجرائيه پلاوي او د افتخاري سلاکارانو د بوري مشري په غاړه لري. د رئیس په غیاب کې د هغه واکونه د هغه د مرستیال له لورې مخ پر وړاندې بیول کېږي.
لسمه ماده: د اجرائیه پلاوي واکونه
- د عمومي مجمع د اجنډا ترتیب؛
- په ټاکلي وخت او زمان د غونډو دایرول؛
- په عمومی مجمع کې د نیول شوو پرېکړو تطبیق او د وړاندیزونو نهایي کول او غړو ته له هغو خبر ورکول؛
- د نظریاتو راټولول او د هغو ثبتول او د اعلامیو نهایي کول او د مشرتابه شوراء له تائید وروسته په اړونده سایټونو کې د نشر لپاره د هغو وړاندې کول؛ او
- په عمومي مجمع کې د نووو غړو منل او همدا ډول د رهبرۍ شوراء له تائید وروسته د افتخاري سلاکارانو په بورډ کې د نوو سلاکارانو منل.
یوولسمه ماده: د افتخاري سلاکارانو بورډ
- د افتخاري سلاکارانو بورډ له غیر افغاني متخصصینو څخه متشکل دی، چې په داوطلب او وړیا شکل د افغانستان اړونده په مطالعاتي او څېړنیزو حوزو کې علاقه مند دي او د خپلو فعالیتونو له لارې کانون په پراخه او معیاري ډول حمایه کوي.
- د افتخاري سلاکارانو بورډ خپل راپورونه او کاري پرمختګونه په هره میاشت کې رهبرۍ شوراء ته ارایه کوی.
دولسمه ماده: کارې کمېټې
- د کار په نظر کې نیولو او د لا زیاتې همکارۍ د تقویې او د حقوقي تجاربو د تبادلې په خاطر په مختلفو برخو کې کاري کمېټې رامنځته کیږي.
- کاري کمېټې د عمومی مجمع د پرېکړې پر اساس رامنځته کېږي.
- د هرې کاري کمېټې د فعالیت ډول د ځانکړې کړنلارې په واسطه ټاکل کېږي، چې دغه کړنلارې د اړونده کمېټو له خوا تسویدېږي او د مشرتابه شوراء له خوا تصویبېږي.
دیارلسمه ماده: د غونډو دایرول
د کانون په مختلفو برخو کې غونډې په علني ډول دایرېږي، چې پرېکړې پکې د حاضرو غړو د اکثریت له خوا نیول کېږي. د اساسنامې د احکامو تعدیل له دې حکم څخه مستثناء دی، ځکه ددې لپاره د عمومی مجمع د غړو د مطلق اکثریت پرېکړې ته اړتیا ده.
درېیم فصل
غړیتوب او د غړو حقوق او مکلفیتونه
څوارلسمه ماده: د غړیتوب شرایط
- په کانون کې غړیتوب داوطلب دی؛
- د غړیتوب غوښتنه د عمومي مجمع له لورې تائیدېږي؛
- غړیتوب د اساسنامې د احکامو د منلو او هغې ته د ژمنتیا پورې مشروط دی؛
- غړي مکلف دي حق العضویت، چې اندازه یې د عمومي مجمع له لورې ټاکل کېږي، د کانون په مشخص بانکي اکاونټ کې جمع کړي؛
- د دندې نه لرونکي غړي د حق العضویت له ورکړې معاف دي.
پنځلسمه ماده: د غړو حقوق
- غړي د عمومي مجمع په غونډو کې د ګډون او په مساویانه ډول د نظریاتو او وړاندیزونو د ارایه کولو حق لري؛
- غړي د انتخابولو او انتخابېدلو حق لري (هر غړی د یوې رایې حق لري او حق لري تر څو د غړیتوب د شرایطو درلودونکي شخصي نوم اجرائیه پلاوي ته وړاندې کړي، تر څو له دې لارې عمومي مجمع ته وړاندیز شي).
شپاړسمه ماده: د غړو مکلفیتونه
- د اساسنامې او اړونده احکامو رعایتول؛
- د مطالعاتو او څېړنو په تر سره کولو کې فعاله ونډه اخیستل؛
- د برنامو اجراء کول او د کانون د موخو تحقق؛
- د میاشتیني حق العضویت ورکول.
څلورم فصل
مالي امور
اوولسمه ماده: مالي سرچینې
د کانون مالي سرچینې علني دي او په لاندې توګه تامینېږي:
- د غړو له خوا د حق العضویت ورکړه؛
- هغه مالي مرستې چې د غړو یا افرادو او بنسټونو له خوا تر سره کېږي؛
- په سایټونو او مجازي پاڼو کې د مطالبو خپرول او همدا دول اجرایې برنامې.
اتلسمه ماده: مالي روڼتیا
- د مالي امورو مسؤول چې مسئوول سکرتر هم دی، مکلفیت لري چې ټول مالي حسابونه په روڼ ډول ثبت او راپور کړي.
- مالي راپورونه باید د عمومي مجمع له لورې غړو ته په اطلاع ورسول شي.
- د کانون شتمني له هغه مواردو پرته چې د عمومي مجمع له لورې یې په اړه تصمیم نیول کېږي، په نورو ځایونو کې مصرف کېدای نه شي.
نولسمه ماده: مالي مرستې
- د مالي مرستو منل د مشرتابه شوراء د پرېکړې له مخې تر سره کیږي.
- هغه غړي چې په کانون کې یې غړیتوب پای ته رسېږي، د تادیه شوي حق العضویت یا د خپلو مالي مرستو د بېرته غوښتلو حق نه لري.
شلمه ماده: بانکي حساب
اجرائیه پلاوی د حق العضویت او مالي مرستو د تحویل لپاره د اړونده سیمې په یوه بانک کې حساب پرانېزي.
پنځم فصل
نهایي احکام
یوویشتمه ماده: مهر او نښان
کانون د خپل اړونده نښان په واسطه د مزین شوي ځانګړي مهر درلودونکی دی، چې د اجرائیه پلاوي له لورې تصوېبېږي.
دوه ویشتمه ماده: ویبپاڼه او ټولنیزې شبکې
- کانون د ځانګړي ویبپاڼې او ټولنیزو شبکو د پاڼو درلودونکی دی، چې د کانون په نوم او نښان سره ثبت دي.
- کانون په خپلې ویبپاڼې او د ټولنیزو شبکو پر پاڼو اعلامیې، خبرتیاوې، مطالعاتي او څېړنیز مطالب، خبرونه او هممهاله معلومات نشروي.
- د ویبسایټ او ټولنیزو شبکو د پاڼو د امورو د پر مخ بیولو مسئولیت د …. پر غاړه دی.
درویشتمه ماده: د مجازې خپرونې رامنځته کول
- کانون د مجازې خپرونې درلودونکی دی، چې په میاشتیني ډول خپرېږي.
- کانون په خپله انلاین حقوقي میاشتینۍ کې د افغانستان د وضعیت او حالت اړونده حقوقي مطالب خپروي او له دې لارې په عدالت غوښتنه او په افغانستان کې د قانون حاکمیت د احیا په برخه کې په خپلو هڅو سره برخه اخلي.
- د خپرونې د امورو د پر مخ بیولو مسئولیت د ….. په غاړه دی.
څلېرویشتمه ماده: د اساسنامې تعدیل
- ددې اساسنامې د احکامو تعدیل د اجرائیه پلاوي په وړاندیز او د عمومي مجمع د دوه پر درې غړو په تائید سره تر سره کېږي.
- د اساسنامې د تعدیل د اړتیا په صورت کې د تعدیل کمېټه جوړېږي، چې له درې متخصصو غړو څخه متشکله ده او د یوې اونۍ په ترڅ کې اصلاح شوی متن ترتیب او وړاندي کوي او عمومي مجمع ته یې ارایه کوي.
پنځه ویشتمه ماده: د انحلال شرایط
- د کانون انحلال د عمومي مجمع د پرېکړې پر اساس تر سره کېدای شي.
- د انحلال په صورت کې منقولې شتمنۍ او مالي سرچینې (پیسې) یوه ورته بنسټ ته لېږدول کېږي.
شپږویشتمه ماده: انفاذ
دا اساسنامه په یوه مقدمه، پنځو فصلونو او شپږویشت مادو کې ترتیب او د عمومي مجمع له لورې له تصویب وروسته نافذه شوي ګڼل کېږي.